دغه هوايي ډګر تېره ورځ رجب طیب اردوغان پرانیستی دی. له نوموړي سره ددغه پرانیستې پر مهال د پنځوسو هېوادونو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و. اردوغان ویلي چې دغه هوايي ډګر به تر راتلونکو ۱۰ کلونو د نړۍ په تر ټولو لوی هوايي ډګر بدل شي. د استانبول پر دغه هوايي ډګر نږدې ۸ میلیارده ډالر لګښت راغلی خو ټاکل شوې چې دا لګښت لس میلیارده ډالرو ته لوړ شي. اردوغان ویلي چې ددغه هوايي ډګر پرانیست به د ترکیې لپاره د حاکم عدالت ګوند تر ټولو ستره ډالۍ او یادګار وي. نوموړي چې له دې درکه به د ترکیې هېواد میلیونونه ډالر ګټه کوي او په استانبول کې به د تګ راتګ تر ټولو غوره خدمات وړاندې کوي.