د فراه ولایت د پولیسو د لومړۍ حوزې امر او دوه سرتېري وژل شوي دي. د فراه ولایتي شورا غړي وویل چې دغه سرتېري تېره شپه ۹ بجې د فراه ښار په ګنج سیمه کې له نیم ساعت جګړې وروسته وژل شوي دي. قانع وايي چې د وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او وسله والو له جګړې وروسته سیمه پرېښې ده. د فراه د امنیې قوماندانۍ د امریت مرستیال حاجي عبدالقدیر هم د یادو درېیو کسانو وژنه تاید کړې ده. طالبانو د یادو درې کسانو د وژنې پړه غاړه اخیستې ده.




































