د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي وایي، هغه رایې به هم وشمېرل شي چې بارکوډ ونه لري. هاشمي یادې څرګندونې نن په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او شکایتونو کمیسیون په یوه ګډه غونډه کې د خبرو پر مهال کړې دي. هغه دغه راز زیاته کړه، چې دا پریکړه یې د ولسي جرګې په ترسره شویو ټاکنو کې د ځینې ستونزو پر بنسټ چې په خبره یې په ځینو محلونو کې په لوی لاس د بایومټریک ماشینونه خراب شوي دي، کړې ده. هغه زیاته کړې، هغه رایې به هم وشمېرل شي چې بایومټریک شوې نه وي یا بارکوډ ونه لري. هغه له ډېرو معلوماتو ورکولو پرته وویل، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نیټې مسوده هم چمتو شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو خبرداری ورکړی و چې له بایومټریک پرته رایې ورته په هیڅ صورت د باور وړ نه دي.



































