په کابل کې د جاپان سفیر متسوجي سوزوکا ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د وچکالۍ ستونزه اندېښمنوونکي بولي او په دې برخه کې به له یاد هېواد سره لس میلیونه ډالر مرسته وکړي.
هغه زیاته کړې، یادې پیسې به له وچکالۍ سره د مبارزې پر کارنده چارو ولګول شي. د مستوجي په خبره، افغانستان د وچکالۍ له امله د غذایي موادو له کمښت سره هم مخ دی چې باید په دې برخه کې جدي عملي ګامونه واخیستل شي. جاپان د افغانستان د بیارغونې په برخه کې له مهمو هېوادونو بلل کېږي. په کابل کې د جاپان سفارت د معلوماتو له مخې دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره شاوخوا ۶میلیارد او ۶۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ له ناامنیو وروسته وچکالي هغه ستونزه ده چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي دي.