په ماشومانو کې پر نفس باندې د باور رامنځ ته کېدو مسئله د ماشومتوب له دورې د ۳-۵ کلونو کې پيلېږي ( د ځينو په خبره حتی له دې څخه هم د کم عمر په وخت کې) او دا چې د ماشوم نړۍ څه ډول ده او والدين له هغوی سره څه ډول چلند کوي، په دې پورې تړلې ده. په دې وخت کې د والدينو او روزونکو غبرګونونه د ماشوم (پرځان باندې باور)په برخه کې ډېر مهم او اثر لرونکي دي، ځکه چې هغوی کولای شي ماشوم پر ځان باندې باور ته متوجه او دغه مسئله په ښه ډول هغوی ته وليږدوي. ماشومان د طفوليت په لومړيو کې د خپلواکۍ غوښتونکي دي او دا يې خوښيږي، چې پر ځان متکي شي. دغه اړتيا په ټولو ماشومانو کې موجوده ده؛ حتی په هغو کې هم چې ډېر کمزوري وي. په څلور کلنۍ کې دغه احساس په دوی کې ښکاره کيږي، چې پر خپل نفس باندې باور وپېژني او پر هغه فخر وکړي.