د لومړنۍ شتمنۍ نه درلودل ډېری خلک په خپله لاره کې خنډ بولي، نو همدا لامل دی چې لاس تر زنې ناست وي او په هېڅ کوم داسې کار لاس نه پورې کوي چې خپله راتلونکې جوړه کړي. اول خو هېڅ کار او کسب په لومړي سر کې ډېرې پانګې ته اړتیا نه لري، خو که یې ولري هم، که چېرې تاسو کلک هوډ ولری او په پوره قوت او انرژۍ د خپلې موخې په طرف ګامونه واخلی، خپلې اړتیاوې بیا له هرې خوا پوره کولی شی. هر څه ستاسو په مینه او لېوالتیا پورې اړه لري. کلک هوډ غرونه ماتولی شي. فکر وکړئ که د خپلې خوښې په اندازه پیسې پیدا کړی، څه ډول کور، موټر، امکانات، تفرېح او اړیکې به ولری؟ موخې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا هم ده چې همدا اوس فکر وکړی چې هغه څه ته چې رسېدل غواړی، رسېدلي یاست. کېدای شي دا خبره درته مسخره ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې بریا او موخې ته د رسېدو احساس او تصور مو بریالي کوي هم.