د امریکا د هوایي ځواک یو متقاعد جنرال وایي، په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړه د زرګونو بې ګناه وګړو د وژل کېدو سبب شوې ده. ویلیم سټور اشیا ټایمز ورځپانې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکایي پوځ په افغانستان او عراق کې ماته خوړلې، خو امریکایي ولسمشران د دې لپاره چې تاریخ یې کمزوري ونه بولي په خپلو ماتو اعتراف نه کوي او د جګړې پر غځولو پانګونه کوي. دغه متقاعد جنرال وايي، جګړه او تاوتریخوالی د امریکایانو په خټه کې اخښل شوې او امریکایي ولسمشران خپلو سرتیرو ته د ازادۍ جنګیالیو په خطاب سره هغوی بې پایه جګړې ته هڅوي. ویلیم سټور لیکلي چې، په افغانستان،عراق، یمن او منځني ختیځ کې د امریکا جګړې د اقتصادي ګټو او د قدرت د نمایش لپاره پیل شوې دي. دغه امریکایي جنرال لیکلي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش د ترهګرۍ د ځپلو ترنامه لاندې امریکایي جګړه پیل کړه، خو وروسته څرګنده شوه چې جګړې ترهګرۍ لا پیاوړې کړه. نوموړي د امریکا حکومت هم تورن کړی چې د خپلو خلکو له احساساتو ګټه اخلي او ددوی مالیات پر جګړو لګوي.



































