د انسان کیسه؛ خو له جالبو تاریخي پېښو او روایتونو سره. دا کتاب د ستر لیکوال (هنډرک وان لون) د څېړنې ټولګه ده. جالب او په زړه پورې دی، نوې خبرې راته کوي، د انسان او د انسان د پوهې، ذکاوت، لاسته راوړنو او ادراک تاریخي مزل راته بیانوي.
د انسان د پرمختګ هر ګام د هغه په تېر پورې تړلی دی، راتلونکی یې بیا هغه وخت ښه او سم وي چې لویې موخې ولري او دې موخو ته رسېدل د خپل شالید له سنجش پرته ناشوني یا ناسم دي.
د نړۍ اکثره مخته تللي ملتونه ځکه مخته تللي دي، چې پر خپلو شاتنیو ګامونو یې نظر اچولی دی. دا شاتني ګامونه زموږ تاریخ دی. تاریخ لوستنه او ورته پام ځکه مهم او اړین دي چې له بیا ځلې تېروتنو او بیا ځلې تجربو مو ژغوري او له خپلې ماضي د راڼه راتلونکي درس راکوي.
د بیا ځلې تجربو خبره مو ځکه وکړه چې هرڅه تجربه کول هم د ناکامو او له تاریخه د ناخبرو ملتونو خاصه ده. موږ که د خپلو نیکونو او جدنو تاریخ ته ځیر شو، ډېر داسې څه شته چې دوی یوځل تجربه کړي، موږ ته یې د بیا تجربې اړتیا نشته او تېروتنې یې هم د بیا نه تکرار درس راکوي.
دا کتاب حالب دی، د نړۍ تاریخ راته وايي او په دې ګرده نړۍ کې د یوه فکري او عاقل حیوان (انسان) کیسه راته کوي.
انسان څوک و؟ له کومه راغی؟ په لومړیو کې یې هستوګنه، کړه وړه او چال چلن څه و؟ او …
د دې کتاب لیکوال د انسان اړوند ډېرې جالبې او نوې خبرې کړې دي، نوموړی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر بېلابېلو دینونو هم ښه مناسب او ښکلی غږېدلی دی.
د دې کتاب لوستل د پښتون ټبر لپاره ځکه مهم دي، چې نړیواله مفکوره ورکوي او د انسان اړوند له یوې بلې او نوې زاویې خبرې لري، باید چې موږ داسې اثار ولولو څو د انسان د مسوولیت په رښتینې مانا پوه شو او ځان هغسې وپېژنو په کومه مانا چې موږ دې نړۍ ته راغلي یو.
دا کتاب تکړه ژباړن اسد فروتن پښتو کړی، چې همدا پښتو بڼه یې په ۵۳۲ مخونو کې راټوله شوې ده.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار په لویو کتابپلورنځیو کې هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.