د ښې روغتیا لپاره روغ غاښونه تر ټولو حتمي دي. د ورځې دوه ځلې د غاښونو برس کول له ناروغیو د هغه د ساتلو لپاره ضروري دي، خو ځینې داسې عادتونه هم شته چې له کبله یې غاښونه یا خو بیخي له منځه ځي او یا يې هم د خرابېدو بهیر ګړندی کېږي. د نشه يي توکو استعمال یا د سیګرټو څکول، په غاښونو کلک شیان ماتول، د نوکانو ژوول، غاښونو کې د لرګیو ډکي وهل، د سختو شیانو او خوراکونو ژوول، غاښونه په ناسمه طریقه سره برس کول، د غاښونو ډېر پالش کول یا سپينول، لږ خوراک کول؛ ځکه ډېر کم خوراک کول جسم له مهمو معدني موادو څخه محروموي. معدني مواد د روغو غاښونو او وریو ساتلو لپاره ډېر اړین دي. خو که په ورځني ډول د ډېر وخت لپاره ډوډۍ کمه وخوړل شي، نو په خوله کې لاړې کمیږي چې له کبله یې په خوله کې تیزابیت پیدا کیږي او په پایله کې غاښونه خراب او هم چینجن کېږي.