د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی چې امریکا ته د راتلونکو زرګونه کډوالو د مخنیوي لپاره دې له مکسیکو سره پر پوله امریکايي عسکر ځای پر ځای شي. دمګړی نږدې ۵۵۰۰ عسکر پر یاده پوله د ځای پر ځای کېدو په حال کې دي. د امریکا ولسمشر د زرګونه کسانو دغه کډوالي پر امریکا هجوم بللی دی او ویلي یې دي دوی ته د امریکا اردو په پوله کې په تمه ده. امریکا په دې وروستیو کې د کډوالو له هجوم سره مخ ده. ټرمپ هڅه کوي د کډوالو په قوانینو کې ګڼ محدودیتونه وضع کړي، خو د هغه وروستي محدودیتونه په امریکا او له امریکا بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.