د بهرنیو چارو وزارت وايي د مسکو د غونډې په اړه لا هم له روسیې سره بحثونه روان دي او تر دې دمه یې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده ټاکل شوې. د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې په دغه غونډه کې د افغانستان ګډون د امریکايي چارواکو په ګډون او یا نه ګډون پورې هېڅ اړه نه لري. مسکو ویلي چې د افغانستان د سولې د مسئلې په اړه به د راتلونکې نومبر میاشتې په لومړیو کې غونډه وکړي. په دغه غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت په ګډون د سیمې ځینې هېوادونه ګډون کوي. د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان سولې د هر هغه کوښښ ملاتړ کوي چې په هغه کې افغان حکومت برخه ولري او اصلي مالکیت یې د افغانانو په لاس کې وي.




































