له فراه ولایت راپورونه وایي چې د افغان پوځ یوه چورلکه له فراه هرات ته پر لاره وه، خو د انار درې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ یې سقوط کړی دی. د فراه ولایت ددویمې لوا ویاند نورالحق خالقي پېښه تایید کړې ده او وايي په الوتکه کې پنځه ویشت کسه سپاره وو او د هوا د خرابوالي له امله لوېدلې ده. دده په وینا په دې کسانو کې د فراه د ولایتي شورا رییس، فرید بختور، د ولایتي شورا غړې جمیله امینی، د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیلی، د ټاکنو کمیسیون رییس محمد منیر پارسا او نور کسان شامل دي. افغان حکومت د چورلکې د لوېدو لامل خرابه هوا ښيي، خو وسله والو طالبانو په یوه پیغام کې ویلي چې دغه چورلکه دوی په نښه کړې ده او ټول پکې سپاره کسان وژل شوي دي.



































