د دایکنډي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د طالبانو په لاس ۳۹ یرغمل شوي کسان تېره شپه راخوشې شوي دي. د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ویلي، طالبانو لس ورځې مخکې ۳۶ عام کسان د کجران ولسوالۍ له لارې له ځانه سره بیولي وو او هم یې د دایکنډي درې قومي مخور یرغمل کړي وو چې اوس یې د سپین ږیرو او محلي چارواکو په هڅو بېرته خوشي کړي دي. کجران د دایکنډي یوه نا امنه ولسوالۍ بلل کېږي چې وخت ناوخته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ نښتې هم پکې کېږي. دا ولسوالي د ارزګان ولایت له هغو سیمو سره ګډه پوله لري چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.




































