د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر اوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل. دده په خبره په ځوابي بریدونو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاتوي دغه بریدونه د خوګیاڼیو، اندړو، مالستان، مقر او د مرکز پر شهباز امنیتي پوستو شوي دي. سیرت وایي چې په دې بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بیا ۱۱ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































