ایران وایي ملګري ملتونه دې له افغانستان سره ددغه هېواد د اوبو ستونزه حل کړي. د ایران د ولسمشر مرستیال د یاد هېواد لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ایران د ولسمشر مرستیال او ددغه هېواد د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر محمد عیسی کلانتري په ایران کې د روانې وچکالۍ په اړه معلومات ورکړي دي. کلانتري د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې اوګچي دانلیز غوښتي چې له افغانستان سره یې د اوبو ستونزه حل کړي. دده په وینا افغان حکومت ایران ته پر ورتلونکو اوبو کنټرول ډېر کړی دی چې له امله یې د ایران په ختیځو سیمو کې د زرګونه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی. ایراني اړخ تور پورې کړی چې افغان حکومت ګواکي د امریکا په اشاره دغه اوبه کمې کړې دي. خو افغان حکومت بیا تر دې وړاندې ویلي وو، چې ایران ته تر ټاکل شوې اندازې ډېرې اوبه ورځي او په دې برخه کې د تړونونو بیا کتنې او یا هم د کوم چا مداخلې ته اړتیا نشته ده. په ایران کې په دې وروستیو کې وچکالي اوج ته رسېدلې ده او د ورښتونو کچه ۲۷ سلنه را ټيټه شوې ده، چې دې مسئلې د ایراني حکومت اندېښنې پارولې دي.