د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پروان د والي ویاند وحیده شهکار وویل، چې دا پېښه نن د یادې ولسوالۍ په رباط سیمه کې د دوو کرولا ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. د شهکار په خبره په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی. د پروان د ترافیکو په خبره دا ډول پېښې ډیری وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.




































