د غزني والي وحیدالله کلیمزی وایي، د دې ولایت امنیتي وضعیت ښه نه دی او په دې وروستیو کې یې امنیتي ساحه د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده. هغه د یاد ولایت له نوې نظامي رهبرۍ وغوښتل چې په دې ولایت کې دې د امنیت تامین لپاره هلې ځلې وکړي. کلیمزي زیاته کړه، د غزني امنیت د پخوا په پرتله ډېر تر ګواښ لاندې دی او د هرې ورځې په تېرېدو د کنټرول ساحه تنګېږي. والي په امنیه قومنداني کې یوې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د یاد ولایت پر نوي ټاکل شوي امنیه قومندان غږ وکړ چې د نورو تر څنګ هغه سیمې چې څه موده وړاندې په خونړۍ جګړه کې له مقاومت پرته د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې وي، بیرته ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تازه لوړپوړو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.



































