د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له ۲۰ ولایتونو ټاکنیز مواد او رایې کابل ته رسېدلي دي. د یاد کمیسیون د معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د کمیسیون ډیټابېس ته له بایومټریک دستګاوو نه د معلوماتو د لېږد بهیر پیل شي. د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وویل، چې د بایومټریک پاتې دستګاوې به هم تر راتلونکو څو ورځو پورې کابل ته را ورسېږي او له هغه وروسته به له دې دستګاوو نه ډیټابېس ته د معلوماتو د لېږد بهیر شروع شي. سادات وویل، د دې بهیر د څارنې لپاره له بیلابیلو بنسټونو نه ۳۰ ناظرین ګمارل شوي څو دغه بهیر له نژدې وڅاري. که څه هم د ټاکلي مهالوېش له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د روانې لمریزې میاشتې په ۱۹ نېټه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي او په لسو ورځو کې باید د څلور میلیونه رایه ورکوونکو معلومات ډیټابېس ته دننه کړي، خو له دې سره سره د ټاکنو کمیسیون تر دې وړاندې ویلي ښایي د رایو د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېږي.



































