پر وسله والو طالبانو به تهاجمي بریدونه ډېر کړل شي. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي له دې وروسته به ګډ ځواکونه د طالبانو پر وړاندې تهاجمي بریدونه ډېر کړي. نوموړي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي په ډېرو سیمو کې طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي چې په دې سره د افغان پوځيانو د تلفاتو شمېره لوړه شوې ده. هغه وایي له همدې امله یې د ماموریت له پیله پلان دا و، چې د طالبانو پر وړاندې هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړي. هغه وايي دا سمه ده چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري، خو نظامي فشارونه به ددې سبب شي چې طالبان خبرو ته غاړه کېږدي. هغه همدا راز دداعش ډلې د فعالیتونو په اړه ویلي چې دا ډله خطرناکه ده خو پر وړاندې یې مبارزه روانه ده. سکاټ مېلر ویلي چې دوی په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالیتونه هم څاري او د هر ډول خطر پر وړاندې به اقدام کوي.



































