د نړیوال بانک یو وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې بې کاري اوج ته رسېدلې ده او هر کال څلور سوه زره کسان د بېکارانو پر شمېر ور ډېرېږي. په راپور کې راځي چې نا امني، د حکومت کمزورې پالیسۍ، کډوالي او نور هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ورځ په ورځ لوړوي. په راپور کې بیا همدا راز راغلي چې افغانستان د سوداګریزو خدماتو له اړخه نړیواله درجه بندۍ کې تر پخوا مخ ته تللی دی. د راپور له مخې افغانستان په دغه جدول کې له ۱۸۳ ځای ۱۶۷ ځای ته لوړ شوی دی. نړیوال بانک وايي افغان حکومت سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې دي. خدمات یې ښه کړي دي، الکترونیکي حکومتولي یې رامنځ ته کړې، د مالیاتو سیستم یې منظم کړی چې همدې مسایلو په نړیوال جدول کې د افغانستان مقام څو درجې لوړ کړی دی.