د اسلامي همکاریو د سازمان مشر یوسف العثیمین په فراه کې د هیلکوپتر په پیښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.د اسلامي همکاریو سازمان په دې اړه تیرماښام یو بیان خپور کړ او یاده پېښه یې خواشینوونکې بللې ده. دا هیلکوپتر د چهارشنبې په ورځ له انار درې ولسوالي د شینډنډ په لور د پرواز پرمهال ولویده. د فراه ولایت ځايي چارواکي وايي چې د پېښې هر اړخیزه پلټنه کوي او وورسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي. طالبانو بیا ادعا کړې چې الوتکه دوی په نښه کړې ده. خو رسنیو ته رسېدلې ویډیو ښيي چې الوتکه تخنیکي ستونزې لري او د همدې ستونزو له امله سقوط کوي. په پېښه کې د فراه ولایت ګڼ لوړپوړي امنتي او اداري چارواکي وژل شوي دي.





































