د سپما ګټه یوازې تاسو ته نه، بلکې کورنۍ، ټولنې او ان هېواد ته رسېږي. کولی شی سپما شوې پیسې چاته قرض الحسنه ورکړی او اړتیا یې پوره کړی، پانګونه پرې وکړی او ډېر نور کسان در سره په دنده کړی، په دې کار سره به مو هم ځان ته ګټه رسولې وي او هم به مو د خلکو زړونه لاس ته راوړي وي. سپما یوه له هغو موضوعاتو ده چې خبرې کول یې په اړه اسانه دي، خو تر سره کول یې بیا ډېر سخت دي. موږ ټول په دې پوهېږو چې سپما کول ډېر ښه او عاقلانه کار دی، خو ټول یې بیا په تر سره کولو کې ستونزې لرو او نن په سبا یې کوو. که فکر وکړو سپما له لګښته ډېره ګټه لري، خو یو څه سر خوږی هم لري. هغه کسان چې په مهارت سره خپلې پیسې سپما کوي، په دې ښه پوهېږي چې څه ډول خپلې پیسې مصرف کړي، خو په دې هم باید ځان پوه کړي چې څه ډول کولی شي خپل عواید زیات کړي.