د واشنګټن فري په نامه یوه امریکايي رسنۍ وايي سره له دې چې د امریکا میلیاردونه ډالر لا هم په افغانستان کې لګول کېږي خو ددغه هېواد نیمايي خاوره او نیمایي نفوس د وسله والو ډلو تر کنټرول لاندې دی. د نشریې په خبره نه یوازې طالبان بلکې د وروستیو معلوماتو له مخې د شلو په شاوخوا کې ترهګرې ډلې د افغانستان پر بېلو سیمو د کنټرول ډېرولو هڅه کوي او په دغه هېواد کې یې د هر ډول ثبات او پرمختګ مخه نیولې ده. سرچینه پر امریکا نیوکه کوي چې د میلیاردونو ډالرو په لګولو بیا هم نه بریالۍ کېږي چې ترهګرې ډلې وځپي او د افغان حکومت د کنټرول ساحه پراخه کړی. په مطلب کې د طالبانو لاس ته د ځینو ستراتيژیکو سیمو لوېدل هم د اندېښنې وړ مسئله ښودل شوې ده او وايي چې دغه ډول مسایل د افغانانو سکون ترې اخلي. پر افغان حکومت هم نیوکه شوې چې دوی د مهمو سیمو په ساتلو بریالي شوي نه دي او په خبره یې په نظامي ادارو کې کمزوری مدیریت، د سرتېرو ستونزې نه حل کول، پر وخت اکمالات نه کول او ورته مسایل ددغه نا امنیو او جګړو ددوام لاملونه دي.





































