ناټو له روسیې وغوښتل چې د اټومي وسلو د مهم تړون درناوی وکړي. واشنګټن ویلي مسکو له دغه تړونه چې په ۱۹۸۷ میلادي کال د پخواني شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی، سرغړونه کړې ځکه ترې وځي. د ناټو عمومي منشي په بروکسل کې د ناټو او روسیې د شورا ګډې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، پر وسلو د کنټرول هېڅ یو تړون به تر هغه اغېزمن نه وي چې دواړه لوري یې مراعات نه کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې غواړي له دغه تړونه ووځي، ځکه روسیې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې له هغه سرغړونه پيل کړې ده. روسیه بیا دا تورونه ردوي او وايي، امریکا د تړون پر خلاف په ځینو اروپايي هېوادونو کې هغه توغندي نصب کړي چې ددواړو لورو تر منځ شته تړون یې د ځای پر ځای کولو اجازه نه ورکوي.