لس ورځې وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو د کاندیدانو نوم لیکنه پیلیږي. ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې سپوږمۍ راډیو ته موثقو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، د روان کال د عقرب د میاشتې په شلمه نیټه به د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه په رسمي توګه پیل شي. سرچینه وایي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون مشرتابه غړو، په کابل کې د امریکا سفیر، د یوناما مشر، په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې مشر او د انګلستان سفیر په ګډه ناسته کې کړې ده. د سرچینې په وینا کمیسیون ته دنده سپارل شوې ده چې راتلونکې شنبه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول مهال ویش اعلان کړي. د راپورونو له مخې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر ولسمشرغني او عبدالله عبدالله سربیره د محمد حنیف اتمر، صلاح الدین رباني، حکمت کرزي، رنګین دادفر سپنتا، احمد ولي مسعود او عمر داوودزي نومونه یادیږي چې ممکن دوی به احتمالی نوماندان وي . د یادونې وړ ده چې ټاکنو کمیسیون نیږدې درې میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې ۳۱ نیټه د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځ اعلان کړې ده.




































