د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، د امریکا نویو بندیزونو سره به له ستونزو سره مخ شي. هغه ایرانیانو ته په خطاب کې ویلي، د واشنګټن نوي بندیزونه کولی شي موږ له ستونزو سره مخ کړي. نوموړي زیاته کړې ښایي، لکه څنګه چې په تېرو څو میاشتو کې پر ایرانیانو سختې ورځې تېرې شوې، څو راتلونکې میاشتې هم ښایي پر خلکو همدغه سختيانې تېرې شي، خو دولت به له خپل ټول وسه کار واخلي چې دغه ستونزې راکمې کړي. امریکا د مې په میاشت کې د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه ووته او د اګسټ په میاشت کې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه پیل شول. د دې بندیزونو دویم پړاو چې د دې هېواد د تېلو سکټور په نښه کوي، له راتلونکې اوونۍ پېلېږي.