افغان حکومت د اندېښنې په څرګندولو سره د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې خبریالانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل، د حکومتي او غیر حکومتي کسانو لخوا تاوتریخوالی او د معافیت فرهنګ موجودیت د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه بولي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې نن یې په کابل کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې خبرې کولې وویل، سره له ډېرو هڅو بیا هم خبریالان او د رسنیو مسوولین له ګواښ سره مخ دي. دانش زیاته کړه، افغان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې د خبریالانو د ستونزو هواري لپاره ډېرې هڅې کړې دي او په خبره یې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جوړول او د خبریالانو د ملاتړ صندوق پرانیستل یې غوره بیلګې دي، خو له دې سره سره په تېرو دوو کلونو کې ۳۴خبریالان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي يادې غونډې ته وویل چې افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړیواله کچه په ښه ځای کې دی خو په دغه هېواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی.




































