سیاسي احزابو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د رایې ورکوونکو اوسنی لیست د باور وړ نه دی او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره باید لس واړه ګوتې بایومټریک شي. دغه راز سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دې له سره نوم لیکنه وشي او لس واړه ګوتې دې له بایومټریک سیسټم نه ووځي. اعلامیه وایي، ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې د خلکو له منځه تللی باور لاس ته نه دی رواړی او یاد کمیسیون د ټاکنو په ورځو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان و. اعلامیه کاږي، هغه رایي چې د سیاسي ګوندونو له نظارت پرته شمېرل کېږې، باطلېږي او یا قرنطین کېږي په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي. سرچینه وړاندې لیکي، په هغو محلونو کې چې بایومټریک سیسټم نه و موجود هلته دې بیرته له سره ټاکنې وشي.



































