د اسلامي نړۍ د مشهور عالم عبدالرحمن ابن خلدون مهم تاریخي او علمي اثر د اکسوس کتاب پلورنځي لخوا تازه چاپ شو. په دې کتاب کې د حکومت پېژندنې، طب، ټولنیز عدالت، ټولنپوهنې، ساینس، د تاریخ فلسفه او حکومتولۍ په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.
دا علمي او تاریخي اثر د نوموړي لیکوال یوه څېړنیزه، تحلیلي او تنقیدي هڅه ده چې د خپل وخت حکومتونه، علوم او فنون یې پکې ارزولي دي. لیکوال په خپلو څېړنو او شننو سره غوښتي چې د بشري تمدن سمونپال غورځنګونو ته د بدلون فکر او نوښتګره برنامه ورکړي.
د ښاغلي ابن خلدون د دې کتاب یوه ستره ښېګنه دا هم ده چې نه یوازې په اسلامي نړۍ کې زیات لوستونکي لري بلکې لا هم په لوېدیز کې د اکاډمیکو بنسټونو یوه علمي او تاریخي سرچینه ده.
دا کتاب ۷۸۵ مخونه لري، چې پښتو ژباړه یې مخکښ ژورنالېست او ژباړن ښاغلي محمد زبیر شفیقي کړې ده.
کتاب په لوړ کیفیت د وایګل مطبعې چاپ کړی، مینوال کولای شي په اکسوس سربېره یې د کابل ښار او نورو لویو ښارونو له مشهورو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.