محمد اسماعیل خان وایي، له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې دې مؤقت حکومت جوړ شي. اسماعیل خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دده او د افغانستان په لوی ملي ائتلاف کې د ټولو دا نظر دی، چې تر انتخاباتو مخکې مؤقته اداره جوړه شي، ځکه د ده په باور د مؤقتې ادارې په رامنځ ته کېدو د سولې هڅې نتیجه ورکوي اوټاکنې مشروعیت پیدا کوي. په ورته مهال دغه پخوانی جهادي مشر وایي، چې د جمعیت، جنبش او وحدت ګوندونو د رهبرۍ شورا ناستې روانې دي او ډېر ژر به پر یوه مشخص کاندید د نظر یووالی رامنځ ته شي.




































