کابل ښار کې له تېر ماښام راهیسې لګېدلی اور لا هم روان دی. د کابل د اطفايې مسوولين وايي چې د کابل ښار د نادر پښتون واټ په خيرخواه مارکېټ کې اورلګېدلى دى. د اور لګېدلو له سیمې سره د مالیې وزارت، عدلیې وزارت، افغانستان بانک او ارګ هم نږدې پراته دي. خواله رسنیو کې ویل شوي چې خیرخوا او صدیق عمر مارکېټ اور اخیستي، خو د پولیسو ۱۱۹ مرکز وايي، چې اتفاق مارکېټ کې اور لګېدلی دی. په دغو مارکېټونو کې برېښنايي وسایل پلورل کېږي او ویل کېږي چې تراوسه په میلیونونو ډالر زیان به یې اړولی وي. ویل کېږي دغه اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له کبله منځ ته راغلې ده، خو د اوښتي کره مالي زیان په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته.