ولسمشر غني وايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به بیا ځان نوماند کړي. ولسمشر غني له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي، چې د خپلو ناتمامو پلانونو د بشپړولو لپاره به د راتلونکي کال په ټاکنو کې بیا ځان نوماند کړي. هغه ویلي چې د پاتې او ناتمامو پلانونو یوه مهمه او ستره برخه یې له طالبانو سره د سولې خبرې دي. دده په وینا د روانې جګړې د پای ته رسولو، له طالبانو سره د مخامخ پایله لرونکو خبرو لپاره او په هېواد کې د متوازن اقتصادي انکشاف په موخه به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان نوماند کړي. نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې دده مخالفو کسانو ورو ورو ځانونه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره تیار کړي دي، خو هېچا هم په رسمي توګه اعلان نه دی کړی چې دوی نوماندان دي. ولسمشر غني همدا راز هیله څرګنده کړې چې دا ځل ټاکنې تر پخوانیو شفافې وي او دوی وکړی شي چې د ولس په رایه یو پیاوړی حکومت جوړ کړي.



































