امریکا وایي پر ایران د خپلو بندیزونو لګولو په لړ کې به هند مستثنا کړي. ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکي امریکا پرېکړه کړې چې د ایران پر تېلو پر لګول کېدونکو بندیزونو کې هند مستثنا کړي. د سرچینې په وینا د پرېکړې له مخې هند کولی شي د راتلونکي کال تر مارچ پورې له ایران هره میاشت ۱،۲ میلیون بېرله تېل وپېري. ټاکل شوې چې سر له سبا یعنې د نومبر له څلورمې نېټې د ایران پر تېلو بندیزونه وضع شي. په دې سره به د سیمې ډېری هېوادونه و نه شي کړی چې له یادې نېټې وروسته له ایران تېل وپېري. ایران هم نه شي کولی چې پر نورو هېوادنو تېل وپلوري. پر ایران د امریکا بندیزونه له هغه وروسته ډېر شول، چې ټرمپ له دغه هېواد سره له شوي اټومي تړون وواته. ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران خپل اټومي پروګرامونه ونه دروي نو بندیزونه به نور هم ورباندې ډېر کړي.