د تاوتریخوالي پر وړاندې د همغږۍ بنسټ مرستیال کیټي کيلي ویلي په افغانستان کې د امریکا حضور د تاوتریخوالي په ختمولو کې مثبت واقع نه شو. د کیلي په خبره سره له دې چې امریکا هلته ۱۷ کاله نظامي حضور درلود، خو د سولې او ثبات د راوستو پر ځای دغه هېواد لا وویشل شو او تاوتریخوالی پکې ډېر شو. دده په خبره همدا اوس لوړه سلنه افغانان په افغانستان کې د امریکا له حضور او د واشنګټن له کړنو ناراضه دي. کیلي زیاتوي امریکا افغانانو ته نه ثبات راووست او نه هم هغه پرمختګ چې دوی یې ژمنه کړې وه، له همدې امله افغانان پخپله خاوره کې د امریکا له حضور ناخوښ دي. نوموړي په افغانستان کې روانې جګړې د عامو افغانانو لپاره خورا خطرناکې بللې دي او په وینا یې ددې جګړو ستره برخه زیان عامو وګړو ته اوړي.



































