د کابل ښار د دویمې ناحیې د سوداګریزو مارکېټونو زیانمن وايي چې د تېرې ورځې اورلګېدنې ورته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی. دغه اور لګېدنه پرون ماښام ۶ بجې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په خیرخواه مارکېټ کې رامنځته شوه. په دې اورلګېدنه کې د خیرخواه، اتفاق، زرنګار او کابل الکتریک مارکېټونو د کمپیوټر، مبایل او برقي سامانونو تر ۳۰۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي. عیني شاهدان د دې اورلګېدنې لامل د برېښنا شارټي بولي او وايي چې په دې پېښه کې هټۍ والو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی. د کابل الکتریک مارکېټ د مبایلونو یوه هټۍ وال محمد نسیم حلیم دې ته په اشاره چې خیرخواه او اتفاق مارکېټونه بشپړ سوځېدلي، وویل چې د زرنګار او کابل الکتریک مارکېټونو ځینو هټۍ والو مخکې له دې چې اور ور ورسېږي خپل یو شمېر مالونه ولېږدول خو بیا هم هټۍ والو ته ډېر زیان اوښتی دی. د کابل اطفایې مدیریت نوکریوال سمونوال امیرشاه ویلي د دې ادارې کار کوونکو د اور مړه کولو لپاره پر وخت ساحې ته ځانونه ورسول. دده په خبره دوی له ټولو امکاناتو استفاده کړې، چې اور کنټرول کړي، خو بیا هم دغه اورلګېدنې زیانونه اړولي دي.