په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو زیاتېدو د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف اندېښمن کړي دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، د روان ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې په هلمند، کندهار، ارزګان، کونړ، نورستان او ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت د کتلوي معافیت د برخې مشر ډاکتر غلام دستګیر نظري ویلي، له پولیو ضد کمپاینونو په ټول هېواد کې د څه د پاسه یو میليون ماشومانو پاتې کېدل، د پولیو د پېښو د زیاتوالي اصلي علت دی. د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۴ و او وړم کال بیا ۱۳ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي وو. د عامې روغتیا وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف د افغان دولت پر وسله والو مخالفانو غږ کړی دی چې د پولیو د واکسین د کمپاینونو مخه ونه نیسي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، افغانستان، پاکستان او نایجیریا د نړۍ درې هېوادونه دي چې لا هم پکې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي نه ده محوه شوې.




































