پاکستانی او په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له جګړو سخت ملاتړی ملا سمیع الحق د وسله والو په یوه برید کې ووژل شو. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پر نوموړي نن جمعه په پینډۍ کې وسله وال برید شوی دی، چې په لومړي سر کې ټپي شوی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده. په ورته وخت کې پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي د جسد له انځورونو داسې ښکاري چې هغه په چړو وهل شوی دی. سمیع الحق په پاکستان کې د هغو ملایانو له ډلې و، چې په افغانستان کې یې د طالبانو روانه جګړه روا او جهاد بلله. هغه په ځلونو ددغه جګړې ددوام فتوا ورکړې وه او طالبان یې په حقه ګڼلي وو. پر نوموړي تور دی چې دغه ډول فتواګانې یې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای ایس ای په مشوره او غوښتنه ورکولې. نوموړی د طالبانو د سخت ملاتړ له امله ددغه ډلې په معنوي پلار مشهور و. پر سمیع الحق د برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه ده اخیستې.



































