امریکا به په راتلونکو څو اونیو کې د جمال خاشقجي د قاتلانو په اړه پوره معلومات ترلاسه کړي او پر هغو کسانو به چې د سعودي عربستان ددغه ژورنالیست په قتل کې لاس لري بندیزونه ولګوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي چې امریکا پر هغو کسانو د بندیزونو د لگولو په لټه کې ده چې د سعودي ددغه ژونالیست په قتل کې ښکیل وو. جمال خاشقجي د اکتوبر په دویمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته تللی و او هملته وژل شوی دی خو مړی یې تر اوسه نه دی پیدا شوی. امریکایي چارواکو له سعودي عربستان نه غوښتي چې د خاشقجي د مړي ځای څرگند کړي او ډیر ژر یې د هغه کورنۍ ته وسپاري. ریاض په پیل کې د ترکي چارواکو ادعاوې رد کړې خو د شاوخوا دوو اونیو نړیوالو فشارونو وروسته یې تایید کړه چې دغه ژورنالیست په عمدي توګه په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.