سږ کال شیاومي کمپنۍ خپل دوه پرمختللي ځانګړنې لرونکي ځیرک موبایلونه، شیاومي مي۱۰ او مي۱۰ پرو، معرفي کړل. اوس دې کمپنۍ د خپلې لسمې کلیزې په ویاړ د مي۱۰ لړۍ یو بل ځیرک موبایل، شیاومي مي۱۰ الټرا هم معرفي کړی چې حیرانوونکې کامره او د چارج چټک سیسټمونه لري. شاومي مي۱۰پرو کې ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره او ۵۰ اېکس هایبرېډ زوم او ۸ کې وېډیو ثبتونې وړتیا ورکړل شوې وه، چې مي۱۰ الټرا کې نور هم غوره شوې ده. مي۱۰ الټرا کې د ۱۰۸ پر ځای ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامره ورکړل شوې، خو تر ټولو مهمه دا ده چې ۴۸ مېګاپکسله ټېلې فوټو کامره ده چې ۱۰ اېکس اپټېکل زوم، ۱۲۰ اېکس هایبرېډ زوم او ۸کې وېډیو ثبتونې څخه ملاتړ کوي. له دې سربېره، ۲۰ مېګاپکسله الټرا وایډ انګل کمره او ۱۲ مېګاپکسله پورټرېټ کامره هم پکې کارول شوې ده. دغه ځیرک موبال ۶٫۶۷ انچه اېف اېچ ډي پلس اولېډ ډوله قات شوې مخپاڼه لري چې ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ څخه ملاتړ کوي. د ګوتې نښې سېنسر د مخپاڼې لاندې او ۲۰ مېګاپکسله سېلفي کامره پنچ هول ډیزاین سره د مخپاڼې پاسنۍ برخه کې ورکړل شوې ده.