له چې تاسو د یوې اونۍ لپاره کاري پروګرام جوړوی، هڅه وکړئ هغه څه ته لومړیتوب ورکړئ، چې کولی شي ستاسو د عوایدو کچه لوړه کړي. کومې کړنې په ورځني ډول ستاسو عواید زیاتولی شي؟ که کوم ښه کار په لاس درغلی وي، مه پرېږدئ چې کوم څه مو د دې کار خنډ شي. وخت د طلا په څېر او له پیسو یې هم ارزښت زیات دی. کېدای شي له لاسه وتلې پیسې بېرته لاسته راوړی، خو په هېڅ قېمت له لاسه وتلی وخت نه شی اخیستلی. نو د وخت ارزښت ته په کمه سترګه مه ګورئ. له خوبه سهار وختي پورته شئ او د ورځنیو کارونو لپاره مو دقیق مهالوېش جوړ کړئ. که مو کاري مهالوېش دقیق جوړ کړی وي، کېدای شي له نورو څو ګامه مخکې اوسی او په یوه شپه او ورځ کې تر نورو ډېر کارونه تر سره کړی.