په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وايي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري نو امریکا به د دې جګړې د سوله ییز حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه ویلي چې طالبان هم له جګړو ستړي شوي او د دې اوږدې جګړې سیاسي حل ته لیواله دي. د ډیپلوماټ نشریې په حواله ډیری امریکایان غواړي د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي. په ورته وخت کې د خبرو لپاره د طالبانو لومړی شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي، خو لوړپوړي امریکایي چارواکي بیا وایي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا او افغانستان په ګټه نه دي. نشریې دغه راز په خپله لیکنه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال میلر له خولې ویلي، چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې ډېر تلفات لیدلي دي او دا تلفات د افغان او امریکایي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې وسله وطالبانو ته اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د وروستي راپور له مخې وروسته له ۲۰۱۵ کال نه پر افغان خاوره د دولت کنټرول کم شوی دی.



































