شیاومي کمپنۍ چې نړۍ کې د غوره ځانګړنې او ارزانه بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو له امله شهرت لري، اوس د ځیرکو ټلوېزیونونو په برخه کې هم په چټکۍ سره په ځانګړي نوم او معیار بدله شوې. شیاومي کمپنۍ د خپلې لسمې کلیزې په ویاړ نوی پیاوړی ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل، شیاومي مي۱۰ الټرا مینه والو ته معرفي کړ. شیاومي کمپنۍ د خپل دغه ځیرک موبایل تر څنګ یو حیرانوونکی په بشپړه توګه شفافه مخپاڼه لرونکی ځیرک ټلوېزیون هم معرفي کړ. مي ټي وي لکس اولېډ ټرانسپیرېنټ اډېشن (Mi TV LUX OLED Transparent Edition) نومی دغه ځیرک ټلوېزیون کله چې بند شي، نو مخپاڼه يې د عادي ښیښې په څېر ښکاري. د دغه ځیرک ټلوېزیون مخپاڼه د نورو پیاوړو ځانګړنو او د تصویر لوړ کیفیت تر څنګ، له ۱۲۰ هرتز ریفرش رېټ، ۱۰ بېټ کلر ډېپت او ای اېم اېس رېسپانس ټایم څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک ټلوېزیون د اګست په ۱۶مه په پیل کې یوازې په چین کې خرڅلاو ته وړاندې شو او بیه يې ۵۰۰۰۰ چینايي یوان (تقریباً ۵۵۵۰۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.