سټیو جابز وایي: «د اپل شرکت د بریا راز په (نه) ویلو کې و». د نه ویلو تمرین وکړئ. که پوهېږی چې د زیاتو مسوولیتونو در په غاړه کول ستاسو په عوایدو کې زیاتوالی نه را ولي، (نه) ورته ووایئ. په هغه څه پانګونه وکړئ، چې ستاسو د عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي. په موقع (نه) ووایئ او له بېځایه وخت تېرولو ډډه وکړئ. له کاروباريانو سره ناسته پاسته زیاته کړئ. یوه څه ته مو باید پام وي چې ستاسو کړنې ډېری وخت هغه چا ته ورته کېږي، چې ناسته ولاړه ور سره لری. که خپل ډېر وخت له کاروباري خلکو سره تېر کړی، د هغوی فکر په سم ډول درک کولی شی. تاسو په دې پوهېږی چې دوی څه ډول توانېدلي، چې تر دې کچې شتمن شي. له دې ډول رازونو څخه ځان خبرول د دې لامل کېږي، چې ستاسو په عوایدو کې هم زیاتوالی را شي.