ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې یمن ښایي له داسې سختې قحطۍ سره مخ شي چې په څو لسیزو کې یې ساري نه و لیدل شوی. د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په یمن کې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې تاوتریخوالی بند کړي. نوموړي وویل چې بشري بحران د خوښۍ هیڅ ځای نه دی پرېښی. ګوترش له هغه اییتلاف نه چې سعودي یې ملاتړ کوي او دغه راز له حوثي یاغیانو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په هغو مذاکراتو کې چې روانه میاشت کېږي، پر خنډونو لاسبري شي او خپل اختلافونه پایته ورسوي. په یمن کې جګړه له ۲۰۱۴ میلادي کاله وروسته هغه وخت پیل شوه چې حوثي یاغیانو هغه حکومت چې نړیوال یې په رسمیت پېژني نسکور کړ.