افغان طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستاني ملا، سمیع الحق پر وژنې غبرګون ښودلی دی. دوی د جمعیت علمای اسلام د مشر سمیع الحق د وژنې په غبرګون کې ویلي، مولانا سمیع الحق خپل ټول ژوند په تعلیمي او سیاسي برخه کې د دین خدمت ته وقف کړی و او په همدې لاره کې ووژل شو. سرچینه دغه راز کاږي، هغه د افغانستان له مظلوم ولس سره د شوروي اتحاد د یرغل او امریکايي اشغال پر ضد نه هېرېدونکي خدمتونه او ملګرتیا کړې، تل يې حق وینا کوله او د افغان ولس د مظلومیت نعره يې بدرګه کوله. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو پر معنوي پلار مشهور و، پرون د چړو په ګزارونو د نامعلومو کسانو لخوا په پینډۍ کې ووژل شو. هغه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.




































