یوې امنیتي سرچینې چې نوم له څرګندولو یې ډډه کوله رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو وړمه شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د ملي اردو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي، چې په پایله کې یې درې سرتیرې وژل شوي او ۱۸ تنه چې اووه هغه یې ټپیان وو د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. سرچینه وایي چې په دې برید کې څلور هاموې موټرونه هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي. د راپورونو له مخې په یاده پېښه کې لس وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. که څه هم افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.




































