دا سمه ده چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نه شتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده. پر شتمن کېدو فکر وکړئ او هڅه وکړئ، چې عواید مو ورځ تر بلې زیات شي. منفي افکار مو له پامه وغورځوئ او له ځانه مثبته انرژي خوره کړئ. بې له شکه چې د پرمختګ ډېرې لارې شته، خپله یې پیدا کړئ. د دې لپاره چې عواید مو زیات شي، سخت او دایمي کار ته اړتیا ده. مهمه نه ده چې ستاسو د سواد کچه څومره ده، خو بیا هم د شتمن کېدو هیله ولرئ. د خپلو وړتیاوو او مهارتونو په اړه فکر وکړئ او که اړتيا وه زیات یې کړئ. په هڅې او هاند سره ورځ تر بلې ستاسو د کار محیط پراخېږي. د کار د محیط پراخوالی ستاسو د عوایدو د زیاتېدو لامل ګرځي. له وېرې او ټنبلۍ ځان وژغورئ، ځکه ډېر کله د کار په پیل کې دغه دوه څيزونه ستاسو د بریا مخه نیسي.