کېدای شي دنده مو ښه او په زړه پورې وي، مانا دا چې له هره اړخه پر شرایطو برابره وي، خو اوس چې نوې ټکنالوژۍ هر څه ته لاسرسی اسانه کړی دی، کېدای شي له رسمي وخت پرته په کور کې هم ځینې کارونه تر سره کړی او ډېرې پیسې تر لاسه کړی. د دغه کار لپاره اړتیا نشته چې اوسنۍ دنده مو پرېږدئ. ډېری خلک د مازدیګر له پنځو بجو وروسته چې په رسمي دنده کې خپل کمپیوټر وتړي، په ځینو داسې شیانو ځان بوختوي چې ګټور نه وي، خو بریالي کسان له رسمي کار وروسته په کور کې هم د ځان لپاره داسې یوه بوختیا پیدا کوي، چې هم یې ګټه وي او هم یې وړتیاوې لوړوي. هغه کسان چې له کار سره عادت شوي وي، په کور کې پرې وخت سخت تېرېږي، نو دا یې تر ټولو ښه لاره ده. که غواړی چې تاسو یې هم پیل کړی، لومړی مو د کار ډول معلوم کړئ چې څه ډول کار تر سره کولی شی.