سامسُنګ کمپنۍ غواړي نږدې راتلونکي کې خپل تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي. دغه ځیرک موبایل ګلکسي اېم۵۱ نومول شوی دی. که څه هم د دغه ځیرک موبایل ځینې ځانګړنې په مارچ کې افشا شوې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه ځیرک موبایل نوم هم په ډاګه کېږي. نويو خپرو شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې ګلکسي اېم۵۱ به د کوالکوم کمپنۍ سنپ ډراګن ۷۳۰ ډوله پروسېسر او ۷۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ سره خرڅلاو ته وړاندې شي. دا د ځیرکو موبایلونو مشهورې کمپنۍ له لوري د ځيرکو موبایلونو تر ټولو لوړه وړتیا لرونکې بېټرۍ ده. افشا شویو معلوماتو کې همدا راز ادعا شوې چې ګلکسي اېم۵۱ به شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري چې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لرونکې اصلي، ۱۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې الټرا وایډ انګل او دوه نورې کامرې په کې شاملې وي. د دغه ځیرک موبایل د بیې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو کېدای شي د سپټمبر په میاشت کې معرفي او خرڅلاو ته وړاندې شي.