یو کال وړاندې مارک زکربرګ د فېسبوک نوې بڼه کاروونکو ته وښودله، چې کاروونکي کولی شي د فېسبوک پخوانۍ بڼې پر ځای، چې کلاسیکه بلل کېږي، دغه نوې بڼه وکاروي. که څه هم د ډسکټاپ لپاره د فېسبوک نوې بڼې معرفي کېدو کال پوره کېږي، خو تر اوسه پورې دا د کاروونکو خوښه وه چې نوې او که پخوانۍ بڼه کاروي. خو اوس دغې کمپنۍ اعلان کړی چې کېدای شي سپټمبر کې د فېسبوک کلاسیک بڼه چې بلوتیم هم بلل کېږي، د تل لپاره له منځه یوړل شي او یوازې نوې بڼه پاتې شي. په دغه نوې بڼه کې د ډارک موډ اسانتیا هم ورکړل شوې ده. نوی ډیزاین تر ډېره د فېسبوک کاریال ته ورته دی او کمپنۍ ادعا کوي چې په مرسته يي کاروونکي په اسانۍ سره د خپلې خوښې وېډیوګانې، ګیمونه او ګروپونه لټولی شي او وېب پاڼې کې به د اسماني پر ځای سپین رنګ وکارول شي. له دغه نوي ډیزاین سره به د فېسبوک وېب پاڼه د پخوا په پرتله په چټکۍ سره پرانیستل شي.